امریکا یو پخوانی جرمنی رپ ویونکی سندرغاړی، نړېوال تروریست بللی

متحدوایالاتو یو پخوانی جرمنی رپ ویونکی سندرغاړی د اسلامي دولت ډلې، داعش د ملاتړپه خاطر نړېوال تروریست بللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې نه دېرش کلن دینس کوسپرت Denis Cuspert په ۲۰۱۲ کال کې د داعش غړی شو او د دې ډلې په ګټه په څو ویډیويي اعلانونو کې ښکاره شوی دی.

نوموړي په یوه تبلیغاتي ویډیو کې یو غوڅ شوی سر، چې د ده په وینا له داعش ډلې سره د مخالفت په خاطر اعدام شوی په لاس کې نیولی دی.

د امریکا له دې اقدام په نتیجه کې امریکايي اتباع له کسپرت سره هېڅ راز معامله نه شي کولای او په امریکا کې د نوموړي شتمنۍ هم کنګل کېږي.

امریکايي چارواکي وايي، کسپرت چې اوس ځان ته ابوطلحه الماني وايي، جرمنان په داعش ډله کې استخدام ته هڅوي.

نوموړی جرمن سندرغاړی په جرمني کې هم د تروریستي تورونو له کبله د پولیسو ترتعقیب لاندې دی.