چارواکو په لغمان کې د پرونیو خونړيو حملو د عاملانو د پېژندلو او نیولو لپاره هڅې چټکې کړې دي.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک آزادۍ راډیو ته وویل چې والي امنیه قوماندان او نورو امنیتي مسوولانو ته په دې برخه کې د جدي اقدماتو سپارښتنه کړې:
"بېړنۍ امنیتي جلسه د والي صاحب په مشرۍ جوړه شوه. والي ټولو امنیتي ارګانونو ته سپارښتنه وکړه چې امنیتي تدابیر لا جدي کړي او د دې پېښې د عاملانو په کشف او نیولو کې جدي اقدام وکړي."
په لغمان کې پرون په دوو حملو کې شپاړس کسان چې ډېری ملکي وګړي وو؛ ووژل شول او د درېیو پولیسو په ګډون شپږدېرش نور ټپیان دي. ښاغلي ځواک وویل په وژل شویو کې دولس ملکي وګړي او د امنیه قوماندانۍ د جنايي مدیر په ګډون څلور نور پولیس دي.
چارواکي وايي، زیاته مرګ ژوبله په لومړۍ حمله کې د وژل شویو کسانو د جنازې پر مراسمو کې د دوهمې حملې پېښه کړه.