په بلجیم کې نن امنیتي تدابیر شدید شوي او د دې هیواد بیلابیلو سیمو ته اضافي امنیتي ځواکونه استول شوي دي.
د بلجیم پولیسو یوه ورځ وړاندې د مشکوکو تروریستانو پر یوه مرکز حمله وکړه چې دوه مشکوک کسان په کې ووژل شول.
د بلجیم د صدراعظم دفتر نن وویل چې درې سوه عسکر یې په مرکز بروکسل او یوه شمالي ښار کې چې هلته زیات یهودان اوسي؛ ځای پرځای کړي دي.
د فرانسې پولیسو هم د پنجشنبې په ورځ دولس تنه ونیول چې هلته په وروستیو تروریستي حملو کې به د لاس درلودو په اړه پوښتنې ورڅخه وشي.