د شارلي ایبډو مجلې یوه بنسټ ایښودونکي د دې مجلې وژل شوی سرلیکوال "ستیفن شاربوني" Stephane Charbonnier تورن کړی چې د اسلام د ستر پیغمبر د کارتونونو په خپرولو سره یې د دې مجلې کارکوونکې مرګ ته برابر کړل.
شاربوني او ۱۱ نور کسان چې اته یې ژورنالیستان وو؛ د جنورۍ په اوومه د اسلامي بنسټ پالو وروڼو له خوا په پاریس کې د مجلې په دفتر باندې حمله کې وژل شوي وو.
اتیا کلن هنري روسیل Henri Roussel چې به ۱۹۷۰م کال کې یې د دې مجلې د لومړۍ ګڼې په خپرېدو کې مرسته کړې وه؛ وژل شوي سرلیکوال شاربوني ته یې په یوه سرخلاصي لیک کې لیکلي: "زه په ریښتیا ستا پر ضد یم". ده، شاربونی احساساتي ځوان او سرسختی انسان بللی دی.
د شارلي ایبډو یو مدافع وکیل ریچارډ مالکا د روسیل انتقادي لیک غندلی او له زهرو ډکه مقابله یې بللې ده.
مدافع وکیل مالکا شکایت کړی او وایي، د روسیل لیک په داسې حال کې د فرانسې په له نویل اوبس Le Nouvel Obs خپرونه کې خپور شو چې د شاربوني مړی لا خاورو ته نه و سپارل شوی.