مسعودي: وسله والو مخالفانو ته د کابل بانک له لارې پیسې انتقالېدلې

د کابل بانک پخوانی امنیتي چارواکي وايي چې له دې بانکه وسله والو مخالفانو هم د پیسو د انتقال ګټه اخیسته.

دې امنیتي چارواکو چې د کابل بانک په قضیې کې هم مجرم پیژندل شوی، د سې شنبې په ورځ د استیناف محکمې په علني غونډه کې وویل، وسله والو مخالفانو ته تلونکي شپږ میلیونه ډالره یې په خپل وخت کنګل کړي دي.

د افغانستان بانک چارواکي د هېواد له مالي نظامه د وسله والو مخالفانو د استفادې خبره نه تاییدوي اونه یې هم ردوي، خو وايي په دې برخه کې به جوړ شوي قوانین پلي کړي.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان له بانکي سیسټم او مالي نظام څخه د وسله والو مخالفانو د ګټې پورته کېدو خبره د مطبوعاتو پر وړاندې مطرح کیږي.

د کابل بانک د امنیت پخواني مسوول مصطفی مسعودي چې خپله هم د کابل بانک په قضیې کې مجرم پیژندل شوی د تېرې سې شنبې د ورځې د استیناف محکمې په علني غونډه کې وویل، وسله والو مخالفانو ته د کابل بانک له لارې پسې انتقالېدلې:

″که چېرې ما نه استعلام شوی وايي، ځواب به مې درکړی وای، چې ما نږدې شپږ میلیونه ډالره چې د کابل بانک له لارې القاعدې، حقاني شبکې او وسله والو مخالفانو ته انتقالېدل کنګل کړې مې دي، دغه کار مې کړی، لاسیک مې دی، صلاحیت مې درلود، چې کنګل یې کړم.″

خو دا چې دغه پیسې د چا له خوا القاعدې او حقاني شبکې او وسله والو مخالفانو ته او په کوم کال انتقال شوي دي ښاغلي مسعودي زیات معلومت ورنه کړل.

د افغانستان بانک چارواکي بیا له مالي نظامه د وسله والو مخالفینو د ګټې اخیستنې موضوع نه ردوي او نه تاییدوي.

د دې بانک مرستیال خان افضل هډه وال د پنجشبنې په ورځ ازادۍ راډیوته وویل، دغه موضوع حکومت جدي نیولې او په دې برخه کې یې داسې قوانین جوړکړي، چې په پلي کېدو سره به یې د بانک له لارې وسله والو مخالفانو ته د پیسو د انتقال مخینوی وشي:

″په دې برخه کې طرزالعمل او قوانين موجود دي د افغانستان د مالي نظام لپاره دغه حتمي خبره ده که چېرې حکومت غواړي چې له نړېوال بانکي نظام سره وصل پاتي شي او اعتماد او بارو پیدا کړي، نه یواځې القاعده او وسله والو مخالفانوته بلکې هغو ټولو شبکو ته چې د ملګرملتونو په تور لست شامل دي، دوی ته باید اجازه ورنه کړای شي چې د افغانستان له مالي نظام نه ګټه پورته کړي یا پیسې انتقال کړي یا ورته راشي او دغه موضوع جدي څېړل کیږي.″

نږدې څلور میاشتې وړاندې د افغانستان ملي شورا د پیسو سپینلو او له پیسو څخه د ترویزم او د وسله والو مخالفانو د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي قانون پاس کړی.

ولسمشرمحمد اشرف غني د کار په لومړیوکې یاد قانون توشیح کړی او دا مهال د افغانستان په بانکونو کې د اجرا وړ دی.

د چارو شنونکي په دې باوردي ترهغه چې دغه قانون په درسته توګه په بانکونو کې عملي نه شي، بیا به هم وسله وال مخالفان د افغانستان له مالي نظامه ګټه اخلي.

راپور: رحمت الله افغان