په بنګله دیش کې د جنګي جرمونو یوې محکمې نن هلته د تر ټولو ستر اسلامپالي ګوند، جماعت اسلامي بنګله دیش، یو مشر رحمان نظامي په اعدام محکوم کړ.
په ډاکه کې د دریو قاضیانو یوه هیات نن نظامي د بنلګه دیش د ازادۍ په جنګ کې، د بشري ضد جرمونود ترسره کولو په خاطر په اعدام محکوم کړی دی.
رحمان نظامي یو مهال د پارلمان وکیل او بیا د کابینې وزیر هم وو.
دی په شپاړسو مواردو کې د قتل عام، شکنجې، جنسي تجاوز او د خلکو د شتمنیو د تخریب په جرم محاکمه شو.
د محکمې څارنوال ویلي چې پر هغه لږترلږه اته لګیدلي تورونه ثابت شوي وو.
په نولس سوه یو اویا میلادي کال کې د بنګله دیش د ازادۍ په جنګ کې تر درې ملیونه زیات انسانان ووژل شول.