د ملګروملتونو چارواکي وايي، بریدکوونکي پرون بریالی شول چې د سوډان په جنوب کې د سوله ساتو ځواکونو یو مرکز ته چې ملکي وګړو پناه په کې اخیستې ده خپله لاره پرانیزي.
دا چارواکي وايي، په "جونګلي" Jonglei ایالت کې د دوی پر مرکز له حملې وروسته جګړه وشوه او د تلفاتو وېره هم شته. سمدستي معلومه نه ده چې، څوک او په کوم شمېر کسان وژل شوي دي.
د سوډان په جنوب کې د ولسمشر "سالواکیر" Salva Kir او د پخواني مرستیال ولسمشر "ریک ماچار" Riek Machar د پلویانو ترمنځ نښتو په وروستیو څو ورځو کې زور اخیستی. دا دوه له بېلابېلو قومونو څخه دي او دا اندېښنې هم په زیاتېدو دي چې؛ ښايي دا نښتې په یوه پراخه قومي شخړه بدلې شي.
د راپورونو له مخې د جونګلي پر مرکز حمله د ماچار قوم د وسله والو له خوا شوې.