لبنان: د حزب الله ډلې په یوه مرکز کې د موټر بم چاودنه شوې

لبناني چارواکې وایي، د هېواد په ختیځ کې د حزب الله ډلې په یوه مرکزکې د موټر بم چاودنه شوې او زیاته مرګ ژوبله لري.

د لبنان ملي خبري اژآنس وایي، چاودنه نن سهار وختي د بالبیک سیمې سبوابوا کلې ته نږدې وشوه.

د لبنیان امنیتي چارواکو چاودنه تائید کړې، خو وایي چې د پېښې په اړه زیات معلومات نه لري.

په دې وروستیو کې په لبنان کې د حزب الله ډلې پرهدفونو حملې کېږي.

دا ډله په سوریه کې د بشار الاسد د رژیم د ملاتړو په څنګ کې جنیګږي او د سنیانو له خوا له ګواښونو سره مخامخ ده.