اسراییل، اردن او فلسطینۍ ادارې پرون د اوبو د شراکت هغه موافقه چې د عقبې په خلیج کې د مالګینو اوبو د خوږولو د یوې فابریکې جوړول او له سره سمندرګي څخه مړه سمندرګي ته د یوه تحقیقاتي پایپلاین پروژې په کې شاملې دي لاسلیک کړه.
د دې موافقې له لاسلیک سره به د سره سمندرګي او مړه سمندرګي ترمنځ د پایپلاین ځنډېدلي پروژه یوبل ګام بشپړېدو ته ورنژدې شي.
په پام کې ده چې؛ د خوږو اوبو د تولید دا فابریکه د اردون په جنوب کې د سره سمندرګي په بندري ښارعقبه کې جوړه شي او له خوږو اوبو څخه به یې درې واړه ګاونډیان ګټه واخلي، خو پاتې مالګینې اوبه به یې د یوسل او اتیا کیلومتره اوږد پایپلاین په وسیله په شمال کې د مړه سمندرګي خواته ولېږدول شي.
څېړنې ښيي چې؛ د مړه سمندرګي اوبه په کال کې د څه باندې یو متر په اندازه کمېږي. د دې پروژې څلور سوه میلیونه ډالره لګښت نړیوال بانک ورکوي.