جوبایډن ولسمشر ویکتور یانکوویچ ته د واشنګټن اندیښنه څرګنده کړې

د امریکا د ولسمشرمرستیال جو بایډن پرون سې شنبې د یوکرایین ولسمشر ویکتور یانکوویچ ته په دې هېواد کې د زیاتیدونکي سیاسي بحران او د خشونت د امکان په اړه د واشنګټن اندیښنه څرګنده کړې ده.

له سپینې ماڼۍ څخه خپره شوې اعلامیه وايي، جو بایډن او د یوکرایین ولسمشر ټیلیفوني خبرې کړې دي.

ښاغلي بایدن ویلي، خشونت په ډيموکراتیکو ټولنو کې ځای نه لري او د دواړو هېوادو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د تړون خلاف کار دی.

جوبایډن ټینګار کړی چې؛ په کییف کې د وضعیت ژر تر ژره کرارۍ او د اپوزیسیون له رهبرانو سره د مذاکرو پیل ته اړ تیا ده.

بایدن ویلي، د یوکرایین د حکومت او اپوزیسیون ترمنځ خبرې باید په دې اړه یو ګډ نظر رامنځ ته کړي چې؛ دا هېواد څرنګه له اوسنی وضعیته د وتلو لپاره پرمختګ کولای شي.