پولیسو په مسکو کې د منجمنټ د پوهنځي نه شاوخوا ۵ زره محصلان او ښوونکي بهر کړل

پولیسو په مسکو کې نن د دولتي پوهنتون د ادارې یا منجمنټ د پوهنځي شاوخوا ۵ زره محصلان او ښوونکي وروسته له هغې بهر کړل چې یوه نا معلوم کس په تیلیفون په پوهنځي کې د بم په اړه خبرداری ورکړ.

د روسيي د کورنیو چارو وزارت وايي، د بم د موجودیت په اړه د نامعلوم تیلیفون وروسته پولیس سمدستي پوهنتون ته ورسیدل.

د راپورونو له مخې پولیسو د روزل شوو سپو په واسطه د بم د پیدا کولو هڅې پیل کړې.