د قرغزستان د پارلمان یو غړی د فساد په تور نیول شوی دی

د قرغزستان د پارلمان یو غړی چې د” اته یورت “ په نوم د اپوزیسون له ګوند څخه دی د فساد په تور نیول شوی دی.

د قرغزستان د ملي امنیت په کمیټه کې ځینو سرچېنو ازادي راډیو ته ویلي چې احمد بیک کېلیدي بیکوف له ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۰۵ م کال پورې له واک څخه د ناوړه استفادې او د دولتې پانګې د لاندې کولو او له ۲۰۰۸ م کال څخه تر ۲۰۱۰ م کال پورې د مالیې د نه ورکولو په تور له تحقیقاتو وروسته نیول شوی دی.

کېلیدي بیکوف په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ م کلونو کې د قرغزستان د پارلمان مشر و.

د ” اته یورت “ په نوم د اپوزیسون د ګوند مشر کامچې بیک تاشییف له ازادي راډیو سره په خبرو کې د کلیدي بیکوف نیول کېدل تایید کړي دي.

نوموړی د چارشنبې په ورځ نیول شوی.

کېلدي بیکوف تر نیول کېدو څو ساعته مخکې په اینټرنیټ کې په یوې خپرې کړي ویډیو کې پر ځان لګیدلي تورونه رد کړي او ددې په اړه پیل شوې څیړنې یې د سیاسي انګیزو له کبله ګڼلي دي.