په کونړ کې د ملي اردو درې سرتیري د ماین په چاودنه کې ټپیان شوي

د کونړ امنیتي چارواکي وايي چې؛ د ملي اردو درې سرتیري پرون د ماین په یوه چاودنه کې ټپیان شول.

د کونړ امنیه قومندان مل پاسوال عبدالحبیب سیدخیل ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ تېره ورځ مازیګر د کونړ د وټه پور ولسوالۍ په کړۍ سیمه کې د سړک پر غاړه ځای پرځای شوی ریموټ لرونکی ماین وچاودېد چې په کې د ملي اردو درې سرتیري ټپیان شول.

سیدخېل وايي، ډاکټرانو د ټپیانو روغتیايي حالت ډاډمن ښودلی.

قوماندان سیدخېل همداراز وايي چې؛ د دې چاودنې په تور يې څلور مشکوک کسان نیولي دي.