د اوکراین د پارلمان غړي وايي، اروپايي ټولنې دوي ته یوه اونۍ وخت ورکړی

د اوکراین د پارلمان غړي وايي، د اروپايي ټولنې استازو دوي ته یوه اونۍ وخت ورکړی چې که کییف غواړي د روانې میاشتې په پای کې له اروپايي ټولنې سره د یوځای کېدو موافقه لاسلیک کړي نو باید هغه لایحه چې پخوانۍ صدراعظمې زنداني یولیاتیماشینکو ته په جرمني کې د علاج اجازه ورکوي تصویب کړي.

د اوکراین د پارلمان مرستیال مشر روسلان کوشولینسکي وايي د پولنډ پخواني ولسمشر الکساندر کواسنیوسکي او د اروپايي پارلمان پخواني مشر پات کاکس تېره ورځ د اوکراین د پارلمان غړو ته دا ضرب الاجل وټاکه.

د اوکراین په پارلمان کې د هغه قانون په اړه بحث روان دی چې په بهر کې د بندیانو علاج ته اجازه ورکوي.

مېرمن تیماشینکو له دولتي صلاحیتونو څخه د ناوړه استفادې په تور چې لویدیځ وايي سیاسی انګېزه لري تېرکال په اوه کاله بند محکومه شوه. نوموړې د ملا ناروغي لري.

اوکراین لېوال دی چې د روانې میاشتې په اته ویشتمه او نه ویشتمه د ختیځ د شراکت په سرمشریزه کې له اروپايي ټولنې سره د ګډون مهمه موافقه ترلاسه کړي.