د جرمني د بهرنيو چارو وزير وايي؛ د دې هېواد چارواکي تيار دي له استخباراتي افشا کوونکي اډوارډ سنوډن سره وګوري او د هغو تورونو په اړه ورسره خبرې وکړي؛ چې ګواکې امريکا د جرمني د صدراعظمې انګېلا مېرکل ټليفوني خبرې څارلې دي.
"هانس پيټر فريدريش" پرون خبريالانو ته وويل چې؛ سنوډن غواړي اطلاعات راټول کړي او ”موږ يې په پوره لېوالتيا منو“.
د جرمني په پارلمان کې د حکومت يوه مخالف وکيل هنس- کريستين شتويبيله د پنج شنبې په ورځ په مسکو کې له سنوډن سره وکتل.
شتويبيله وويل، سنوډن ورته ويلي چې، حاضر دى د جرمني څارنوالانو يا هم پارلماني هيات پر وړاندې په جرمني يا هم روسيه کې شاهدي ورکړي.
خو د ده په خبره، سنوډن ترجېح ورکوي چې؛ لومړى د امريکا د کانګرس يوې کمېټې ته شاهدي ورکړي.
د امريکا پخوانى قراردادي سنوډن د پټو اطلاعاتو د افشا کولو په تور د واشنګټن تر تعقيب لاندې دى.
سنوډن دا مهال په مسکو کې اوسېږي.