د راتلونکې لویې جرګې د چمتووالي کمیسیون وایي چې؛ خپل لومړني کارونه یې پیل کړي او دغه جرګه به د عقرب په میاشت کې جوړه شي.
د دې کمیسیون د دارلانشا مرستیال نجیب امین ازادي راډیو ته وویل چې؛ دوي د اختر په ورځو کې هم په کار لګیا وو او د جرګې د مهال ویش کارونه هم تر یوې اندازې مخ ته تللي.
دغه جرګه له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند پر سر د مشورې لپاره جوړیږي او ولسمشر حامد کرزي هم هیله څرګنده کړې چې؛ د جرګې پریکړې به د هېواد په ګټه وي.
د لویې جرګې د چمتوالي کمیسیون وایي چې؛ کارونه یې په ښه توګه پرمخ روان دي او په راتلونکو څو ورځو کې به د دې جرګې دقیقه نیټه هم وټاکل شي.
د دې کمیسیون د دارالانشا تخنیکي مرستیال نجیب امین وایي چې؛ په دې جرګه کې به د بېلابېلو ډلو له خوا شااوخوا درې زره کسان ګډون وکړي.
ښاغلي امین د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې؛ دوی د دې جرګې د مهال ویش خام مواد هم برابر کړي، خو هرکله یې چې کمیسیون تصویب کړي له رسنیو سره به یې شریک کړي:
"یو لست چمتو کیږي چې کوم کسان او له کومو ډلو څخه به په دې جرګه کې ګډون کوي، له همدې کسانو سره اړیکه نیول کیږي او ټولو ته بلنه ورکول کیږي، شاید له شپاړلس اولس کټه ګوریو یا ډلو څخه خلک په دې جرګه کې ګډون وکړي، د ولسمشر د هدایت له مخې غالبآ درې زره کسان به په دې جرګه کې ګډون وکړي او د معیار له مخې به هغه کسان انتخاب شي چې ښه تجربه ولري، ملي ګټو ته ژمن وي او د جرګو تجربه ولري."
دغه لویه جرګه د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي سند پر سر د سلا مشورې لپاره په عقرب میاشت کې په کابل کې جوړیږي.
ولسمشر حامد کرزي د تیرې شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې؛ د دې سند په ځینو برخو موافقې ته رسیدلي، خو د امریکایي ځواکونو د قضایي خوندیتوب مسئله تراوسه نده حل شوې.
ښاغلي کرزي وویل چې؛ امریکایي ځواکونو ته له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د قضایي خوندیتوب د ورکولو پریکړه هم د لویې جرګې کار دی.
د کابل او واشنګتن ترمنځ په امنیتي او دفاعي سند کې د امریکایانو د قضایي خوندیتوب مسئله جدي ستونزه ده او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې که افغانان دا ورسره ونه مني ممکن دغه سند لاسلیک نه شي.
ولسمشر حامد کرزي له لوی اختر څخه مخکې د حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ یوه دیرش کسیز کمیسیون ته دنده وسپارله چې ددې جرګې جوړیدو ته چمتووالی ونیسي.
له دې سربیره د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال ایوب سالنګی په مشرۍ یو کمیسیون ټاکل شوی څو ددې جرګې لپاره ښه امنیتي پلان جوړ او عملي کړي.
له زیاتو هڅو سره سره ونه توانیدو چې د لویې جرګې د امنیتي کمیسیون له وروستیو پرمختګونو خبر شو، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي له دې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي چې یاد کمیسیون به له کومې ستونزې پرته خپل کارونه بشپړ کړي:
"زموږ امنیتي ځواکونه اوس کاملآ دې ته آماده دي چې دداسې لویو سیاسي غونډو امنیت ونیسي، د کورنیو چارو وزارت ارشد معین صاحب موئظف شوی او ډیر ژر به په هغو جزیاتو کار وشي ترڅو د جرګې لپاره امنیتي پلان بشپړ شي، هغه کوم څه چې ضرور دي له مونږ سره موجود دي او انشاالله هیڅ ستونزه به نه وي."
افغان حکومت نږدې دوه کاله وړاندې له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو د سند په اړه هم مشورتي لویه جرګه را وبلله او د جرګې له پریکړو وروسته یې له واشنګټن سره دغه سند لاسلیک کړ.
تراوسه معلومه نده چې د راتلونکې لویې جرګې ګډونوال به له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند په اړه افغان حکومت ته څه ډول مشورې ورکړي، خو داسې انتقادونه موجود دي چې ممکن دغه جرګه د ټول هیواد استازیتوب ونه کړي.
که څه هم افغان حکومت او امنیتي کارپوهان له امریکا سره امنیتي سند ګټور بولي خو د حکومت د وسله والو مخالفینو په ګډون ځینې نورې کړۍ ددې سند د لاسلیک مخالفت کوي.
راپور: اسدالله لودین