"د قالینو په صادراتو کې ۸۰فیصده کموالی راغلی"

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، له وروستیو شپږو کلونو راهیسي د قالینو په صادراتو کې اتیا فیصده کموالی راغلی دی.

د دې ستونزې اواري ته د سې شنبې په ورځ په کابل کې د سوداګرۍ د وزارت او د خصوصي سکتور چارواکو یوه ګډه ناسته لرله.

د دواړو ارګانونو چارواکي وایي، د قالینو د صادراتو پراختیا ته دولتي لوري ژمنه وکړه چې؛ په دې برخه کې د پانګوالو هڅولو ته هڅې پراخې او لازمې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

تفصیل د خان محمد سیند په راپور کې اورو:

Your browser doesn’t support HTML5

"د قالینو په صادراتو کې ۸۰فیصده کموالی راغلی"