که له يوې خوا د پاکستان حکومت او د دغه هېواد يو شمېر سياسي او مذهبي ګوندونه له وسله والو سره د خبرو اترو غوښتونکي دي، نو له بلې خوا په دغه هېواد کې په دې وروستيو کې په ترورېستي پېښو کې څرګند ډېروالى راغلى دى.
د افغانستان پولې ته نزدې د خيبر پښتونخوا په بر دير کې د دوو جګپوړو پاکستاني پوځيانو د وژلو مسووليت د پاکستاني وسله والو طالبانو ترمنلو او د يکشنبې په ورځ د پېښور په کوهاټۍ بازار په کليسا کې تر ځانمرګي بريدونو وروسته له پاکستاني طالبانو سره د دغه هېواد د حکومت خبرې اترې له ګواښ سره مخ کړي دي.
د پاکستان د سياسي او روانو چاروکاپوه عقيل يوسفزي له ازادي راډيو سره په خبرو کې د وسله والو د بريدونو او د پاکستان د صدراعظم د وروستيو څرګندونو په اړه وايي، چې ښايي د پاکستاني وسله والو او ددغه هېواد د حکومت ترمنځ پيلېدونکې خبرې اترې وځنډېږي او يا هم له منځه لاړې شي:
"په دې تېرو لسو_دولسو کالو کې بداعتمادي دومره زياته مخې ته راغلې ده، چې دوى هغه لږ د نارمل حالاتو ته ځي نو په هغې کې به پوره وخت لګي. د دواړو خواوو ترمنځ چې يو وخت معاهدې شوې وې، بيا معاهدې ماتې شوي دي او دوى بيا پر يو بل باندې حملې کړي دي، نو کله چې هم يو مذاکراتي عمل شروع کېږي، نو د هغې تيارى هم روان وي او د هغې سره سره د هغه فريقونو جنګ هم روان وي.
نو د دې تازه واقعاتو نه پس به له طالبانو سره د حکومت په نرمه رويه کې بدلون راشي، او د هغې نتيجه دا هم مخې ته راتلى شي، چې د ټول ګونديز کنفرانس نه پس چې د مذاکراتو کوم عمل شروع کېده، هغه وځنډېږي او يا هم بيخي له منځه لاړ شي، چې له امله به يې دا جنګ نور هم اوږد شي. "
د دير په پېښه کې د پاکستاني طالبانو له خوا وژل شوى جنرال ثناء الله د سوات د پوځي محاذ عمومي قوماندان و، چې نږدې دېرش کاله يې په پاکستاني پوځ کې دنده ترسره کړې وه.
همدا راز د يکشنبې په ورځ د پېښور په کوهاټۍ کې په يوې کليسا کې ځانمرګي بريد د ٣٤ ښځو او ٧ ماشومان په شمول ٨٣ کسان وژلي او ١٣٠ ټپيان کړي وو.
د يادونې وړ ده، چې د پاکستاني وسله والو طالبانو وياند شاهدالله شاهد په دې وروستيو کې ددغه هېواد له حکومت سره د خبرو اترو خبرونه رد کړي دي او په وينا يې، چې ترڅو حکومت له قبآيلي سيمو څخه پوځ ونه غواړي او د دوى بنديان خوشې نه کړي، خبرو اترو ته به ورسره کښېنني.
راپور: ذبيح الله شفق، پېښور