د افغانستان او مالدیو ترمینځ د فوټبال نننۍ مسابقه صفر د صفر په وړاندې مساوي پای ته ورسېده. دواړه ټیمونه د جنوبي آسیا د جام په مقدماتي وېش کې له "بي ګروپ" څخه راووتل او ځان یې نیم پایلوبو ته ورساوه.
په نیپال کې د سف Saff یا د جنوبي آسیا د فوټبال د فدراسیون له خوا د جوړو شویو مقدماتي لوبو په لړکې له مالدیو سره د افغانستان وروستۍ لوبه صفر د صفر په وړاندې پای ته ورسېده.
د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د مالدیو له ځواکمن ټيم سره چې په تېرو دوو لوبو کې یې اتلس ګولونه وهلي، مساوي کړه. دا لوبه د نیپال د پلازمېنې کتمندو ښار د سټوډیوم په شنه میدان کې وشوه.
دواړه تیمونه د بي له ګروپ څخه نیمه پای لوبې ته ورسېدل، خو د امتیازونو له پلوه د مالدیو ټیم د جدول په صدر کې دی، ځکه چې د سریلانکا ټیم یې لس د صفر او د بوتان ټیم یې اته د دو په وړاندې مات کړل.
په نننۍ لوبه کې که څه هم افغانستان ډېره تهاجمي لوبه وکړه او د لوبې په دوهمه نیمايي کې ډېره برخه لوبه د مالدیو په میدان کې وه، خو افغان ټیم ګول ونشوای وهلای.
په دې لوبه کې د افغانستان د ټیم لوبغاړي معروف محمدي ته دوهم ژېړ کارت ورکړل شو او په دې توګه نوموړی نشي کولای چې د نیمه پایلوبې په مسابقه کې ګډون وکړي.
افغانستان د سف لوبو په لړۍ کې سریلانکا او بوتان مات کړل او شپږ امتیازونه یې ترلاسه کړل خو د فوټبال څارونکي په دې نظر دي چې د افغانستان ټیم په مجموع کې له خپلو ټولو هڅو سره سره د تېرو مسابقو په پرتله ښه ونه ځلېد.
د اې له ګروپ څخه هند او نیپال نیمه پایلوبې ته راووتل. په پام کې ده چې د نیمه پایلوبې لومړی مسابقه د دوشنبې په ورځ د مالدیو او هند د ټیمونو ترمینځ ترسره شي. په نیمه پایلوبه کې د هند او مالدیو له لوبې وروسته د افغانستان بله لوبه به له نیپال سره وي خو نېټه یې تراوسه نه ده ټاکل شوې. د دې دوو مسابقو ګټونکي به د لومړي او دوهم مقام لپاره په خپلو کې فاینل یا پایلوبه کوي.
د پاکستان، بنګلدېش، سریلانکا او بوتان ټیمونه په نیپال کې د سف د لوبو له جام څخه ووتل او بېرته خپلو کورونو ته ستانه شول.