د غزني په ښار کې د طالبانو په برید کې نهه تنه ووژل شول

د غزني په ښار کې د طالبانو په برید کې نهه تنه ووژل شول او پنځوس تنه ټپیان شول.

د غزني والي موسی اکبرزاده ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو پرون مازدیګر د ولایتي بیا رغاونې د ډلې له مرکز سره نژدې چاودنه وکړه، چې په دې برید کې دوه پوځیان او اووه ملکیان ووژل شول او په ټپیانو کې هم اکثر ملکیان دي.

د غزني والي بهرنیو ځواکونو ته د تلفاتو له اوښتو بې خبري څرګنده کړه خو له سیمې د ازادي راډیو خبریال د چارواکو په وینا د لسو بهرنیانو د ټپي کیدو خبره تاییدوي.

طالبانو د دې حملې مسوولیت منلی دی.