راپور: نجیب الله الوخېل
د دعوت اسلامي ګوند د مشرتابه یو تن غړي ازادۍ راډیو ته وویل، چې یاد ګوند د عبدالرب رسول سیاف په مشرۍ غواړي، په نږدې راتلونکې کې په افغانستان کې د ټولو مطرحو سیاسي قوتونو او ملي شخصیتونو په حضور ملي اجماع راوبولي.
د یاد ګوند د مشرتابه غړي او د ولسي جرګې استازي محمد داوود کلکاني وویل، چې په دې ملي اجماع کې به د راتلونکو رڼو او ډیموکراټیکو ټاکنو د ترسره کیدو، یادو ټاکنو ته د مشخصو کاندیدانو د وړاندې کولو او د هر ډول نفاق اچونو د مخنیوي پر سر بحث او موافقې وشي، نوموړي هیله وښوده چې په دې اجماع کې به ټول سیاسي بهیرونه او خپلواک ملي شخصیتونه برخه واخلي:
"لکه څرنګه چې تاسو خبر لرئ، جناب استاد سیاف د ملي یووالي د ټینګښت او منځته راتلو له پاره او د هغو ستونزو د حل له پاره چې د افغانستان په مخکې موجود دي، یوه ملي اجماع چې په هغه کې یو شمیر هغه کسان چې د افغانستان په کچه مطرح دي، د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې په ګډون رابولي، تر څو چې موږ د ټاکنو پروسې ته په سالم ډول ورشو، ټاکنې په شفاف ډول ترسره شي او د ټاکنو په بهیر کې قومي، ژبني او سمتي مسائیلو ته لمن ونه وهل شي، ټاکنې په ډیموکراټیک او رښتیني ډول ترسره شي، ترڅو له یوې خوا د کاندیدانو د تعدد او زیاتیدو مخه ونیول شي او بل لوري ته یوه ملي اجماع او یو ملي توافق هم رامنځته شي."
ښاغلي کلکاني د اجماع د ګډونوالو په تړاو وویل:
"له ټولو اړخونو، جهادي شخصیتونو، ګوندونو، متنفذو او مخورو شخصیتونو سره خبرې شوي او د ګډون ژمنه يې کړې ده، دا چې بیا به ووینو څوک ګډون کوي او څوک يې نه کوي دا وروسته خبره ده."
د دعوت اسلامي ګوند د مشرتابه غړی داوود کلکاني وايي په جوړیدونکې ملي اجماع کې به پر دې هم بحث وشي، چې باید نوماندان د ژبې، قوم، مذهب او په نورو داسو نومونو، چې هغه ملي وحدت زیانمنوي، له تبلیغاتو ډډه وکړي.
نوموړي وویل، د ملي اجماع په اړه له وړاندې تماسونه نیول شوي او دوی هیله لري، چې د ګوندونو او مستقلو شخصیتونو ګډون به په کې پراخ وي او ډېر ژر به یاده اجماع تر سره شي:
"په دې ملي اجماع کې به د رڼو ټاکنو پر بهیر خبرې وشي همدارنګه ځینې داسې چوکاټونه هم شته چې باید له هغې ډډه وشي لکه څوک باید د ژبې په نوم تبلیغ و نه کړي، د قوم په نوم تبلیغ و نه کړي، یانې باید قانونمند انتخابات ترسره شي، هغو مسائیلو ته لمن و نه وهل شي، چې هغه ملي یووالۍ زیانمنوي.
په دې کې شک نشته، چې موږ له ښکیلو سیاسي اړخونو سره خبرې کړي دي، او یو زیات شمیر قوتونو زموږ له دې طرحې سره منښته کړې ده، انشاالله دوی به تشریف راوړي، ځکه دا ملي مسله ده، د افغانستان مسله ده، دا په یو ځانګړي تنظیم او حرکت پورې اړه نه لري، دا ټولې ښې مشورې دي، د افغانستان او دافغانستان د ملي ګټو د خوندیتوب له پاره، شونې ده چې دا اجماع به په نږدې راتلونکې کې ترسره شي."
د یادونې وړ ده یوه میاشت وړاندې د ملي ایتلاف یو شمیر سرچینو رسنیو ته په ډاګه کړې وه، چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې، چې ټاکل شوې د راتلونکې لمریز کال د وري په ۱۶ مه به تر سره شي، پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف به د دوی ګډ نوماند وي.