د غزني په ده یک ولسوالۍ کې وسله والو شپږ تنه سیمه ییز پولیس وژلي دي

د غزني د ده یک ولسوالۍ په تاسنګ سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو پر یوې پوستې د وسه واله په حمله کې ۶ سیمه ییز پولیس وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

د ده یک ولسوال فضل احمد ټول واک آزادي راډيو ته وویل؛ چې دا حمله تیره شپه شوې.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې چې؛ په دې پیښه کې یې ۱۳ سیمه ییز پولیس وژلي او یوه اندازه وسله یې هم ترلاسه کړې ده.

سیمه اېز چارواکي دا ادعا ردوي.