د پاکستان عوامي ګوند وايي په راتلونکو ټاکنو کې به ګډون کوي

د پاکستان د عوامي نشنل ګوند سناتور زاهد خان وایي، واکمن ګوند به په راتلونکو عمومي انتخاباتو کې په بشپړ ډول ګډون وکړي او د طالبانو له ګواښونو نه به ونه بیریږي.

د تحریک طالبان پاکستان ډلې یوه ویاند په یوه ویدیویي بیان کې د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي وو؛ چې طالبانو د پاکستان له حکومت سره د سولې د خبرو وړاندېز ځکه په موقت ډول بیرته واخیست چې حکومت د مذاکرو د پیل کولو لپاره جدي هلې ځلې نه دي کړي.

د تحریک طالبان پاکستان ویاند د پاکستان ډموکراټیک سیستم غندلی او خبرداری یي ورکړی چې په عوامي نشنل ګوند ، پیپلز ګوند او متحده قوامي غورځنګ به حملې وکړې. دا دري واړه ګوندونه غیر مذهبې یا سیکولر اجندا لري او د طالبانو ضد دي.

سناتور زاهد خان د طالبانو بیان بي اساسه وباله.

تېره اوونۍ د پاکستان پارلمان د دې هیواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره خپله کاري دوره پوره کړه.