د وینزوویلا موقت جمهور رئیس وایي، د هوګو چاویز مړی به د لینن په څېر وساتل شي

د وینزوویلا موقت جمهور رئیس وایي، د هوګو شاویز مړی به د لینن په څېر وساتل شي او په یوه ښیښه یي قبر کې به د نندارې لپاره کېښودل شي.

نیکولاس مدورو دغه راز وویل، د چاویز مړی به د جمهوري ریاست ماڼۍ ته نږدې په یوې پوځي اکاډمۍ کې د نورو اوو ورځو لپاره د خلکو د کتنې په مقصد کېښودل شي.

د چاویز د جنازې دولتي مراسم به نن پر ځای شي او تمه ده چې د ایران د جمهور رئیس محمود احمدي نژاد په ګډون، د نړۍ یو شمېر مشران یي د جنازې په مراسمو کې برخه واخلي.

احمدي نژاد د چاویز د مړیني په ویر کې وویل:

(هوګو چاویز د نړۍ د ټولو هېوادونو یو ګران ملګری و. ماته د چاویز مړینه ډېره دردونکي ضایعه ځکه ده، چې موږ یو ملګری، یو انقلابي او مشر له لاسه ورکړ.

زما په فکر، دی ستر شخصیت و او ډېر نږدې دوست او ورور و. زه داسې احساسوم لکه چې زه په خپله مړ شوی یم).
سوسیالیت چاویز ۱۴ کاله د وینزوویلا مشر و او د سې شنبې په ورځ د ۵۸ کلونو په عمر د سرطان ناورغۍ له امله مړ شو.