د تونس صدراعظم حمادي جبالې استعفی وکړه

د تونس صدراعظم حمادي جبالې وروسته له هغې استعفی وکړه چې د یوې غیرګوندې کابینې د جوړولو لپاره یي د خپل واکمن اسلامپالې ګوند النهضه ملاتړ تر لاسه نه کړ.

جبالې د سې شنبې په ورځ وویل، ژمنه یي کړې وه، که چېرې یوه غیر ګوندي او بي پري کابینه جوړه نه کړای شي، استعفی به وکړي او په دې توګه یي خپله ژمنه پرځای کړه.

جبالې چېد د النهضه ګوند د منځ لارې څانګې استازی دی، اراده یي کړې وه چې خپل هیواد به له سیاسي بحران څخه چې د فبرورۍ په شپږمه د مخالف سیاسي مشر شکري بلعید له وژل کیدو وروسته رامنځ ته شوی، خلاص کړي.

د ۲۰۱۱ م کال د ډسمبر له میاشتي راهیسي چې د تونس پاچا زین العابدین له واکه لیري کړاي شوی، په دي هیواد کې شخړې روانې دي.