د امريکا دوه نور سمندري پوځيان هم په ۲۰۱۱م کال کې د يوې ويډيو له کبله له جنايي تورونو سره مخامخ دي؛ په هغې ويډيو کې ښکاري چې يوه ډله نښه ويشتونکي په افغانستان کې د طالبانو پر مړو بولې کوي.
د امريکا سمندري ځواکونو پرون اعلان کړه؛ چې پر "بريدګي رابرټ ريچارډز" دا تور پورې دی، چې په دنده کې د غفلت تر څنګ يې له اوامرو سرغړونه کړې ده.
پوځي څارنوالان وايي، ده د ځان او نورو ملګرو چې پر د طالبانو مړو بولي کوي؛ ويډيويي عکاسي کړې ده.
پر "تورن جېمز کلېمنت" په تورونو کې دی نامناسب افسر ګڼل شوی؛ چې نه دی توانېدلی د ټيټ رتبه پوځيانو سمه څارنه وکړي او د تحقيقاتو پر مهال يې ناسم معلومات ورکړي دي.
په قضيه کې شاملو دوو نورو پوځيانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی.