ټاکل شوې ده چې نن ( دوشنبې) به د هغو پنځو کسو محاکمه په یوه چټکه ځانګړې محاکمه کې پیل شي چې د نوي ډیلي په یو بس کې پر یوې در ویشت کلنې نجلۍ د ډله يیز جنسي تیري په جرم تورن دي.
دا ځانګړې محکمه په دې برخه کې د ژر تر ژره عدالت د پرځای کیدو په هدف جوړه شوې ده .
دا پنځه کسان د وژنې، جنسي تیري، غلا ، انسان تښتونې او نورو تورونو سره مخ دي. تمه ده چې څارنوال به له محکمې څخه ددې کسانو لپاره د مرګ د سزا غوښتنه وکړي. په تورنو کسانو کې د شپږم کس محاکمه به چې ادعا کوي اولس کلن دی د تنکیو ځوانانو لپاره په یوه جلا محاکمه کې پیل شي .
ویل کیږي، چې د پېښې د قرباني شوې نجلۍ د کورنۍ په مشرۍ د دې دوسیې د چټکې څیړنې په اړه د پراخو غوښتنو په ځواب کې دا محکمه په چټکه ځانګړې محاکمه کې کیږي او د هندوستان په ورو او سست کار د بدنام عدلې سیتسم عادې بهیر ته نه پرېښودل کیږي .
د یادونې وړ ده چې له دې ډله يیز جنسي تیري وروسته په هندي ټولنه کې د ښځو سره د چلن په اړه پراخ انتقادونه راپورته شول .