د ايران د پخواني ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني زوى څه باندې تر دوه مياشتني بند وروسته په ضمانت خوشې شو.
په تهران کې د لويې څارنوالۍ په خبره، مهدي هاشمي پرون ناوخته د څېړنو تر بشپړېدو وروسته په ضمانت خوشې شو.
هاشمي په سپټمبر مياشت کې تهران ته تر رسېدو وروسته ونيول شو. پر ده تور پورې شوى چې په ٢٠٠٩م کال کې يې تر لانجمنو انتخاباتو وروسته ناکراريو ته لمن وهلې ده.
مهدي هاشمي مخکېني درې کلونه په بريتانيا کې تېر کړي دي. په همدې حال کې د پخواني ولسمشر لور فايزه په وروستيو کې د حکومت ضد تبليغاتو په تور له شپږو مياشتو راهيسې په بند کې ده.