ولسمشر اوباما او میت رامني به د دوشنبې په شپه په وروستۍ مناظره کې برخه واخلي

د امريکا ولسمشر بارک اوباما او د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د هغه د جمهوريت غوښتونکو ګوند سيال کانديد ميټ رامني د دوشنبې په شپه په درېيمه او وروستۍ مناظره کې برخه واخلي.

د امريکا انتخابات د نومبر پر ٦ مه کېږي. دواړه کانديدان به په فلوريدا ايالت کې د ٩٠ دقيقو لپاره په مناظره کې برخه اخلي، چې تر ډېره به د دوى پر بهرنيو پاليسيو متمرکزه وي.

تمه کېږي د مناظرې چلوونکى د افغانستان، پاکستان، سوريې، ليبيا، روسيې، چين او اسرائيل دغه راز د ايران د اټومي پروګرام د لانجې په اړه له دوى څخه پوښتنې وکړي

د دواړو کانديدانو د لومړيو دوو مناظرو هره يوه په امريکا کې ٦٥مليونه خلکو د ټلويزيونونو له لارې وکتله.