د پاکستان پوځ وايي، حکومت يې څوارلس کلنه فعاله ملاله يوسفزۍ چې د پاکستاني طالبانو له خوا سخته ټپي شوې وه، د درملنې لپاره بريتانيا ته ولېږله.
په هغه اعلاميه کې چې نن خپره شوې راغلي، هغه هوايي امبولانس چې ملاله په کې وه له اسلام اباد څخه يې د بريتانيا پر لوري الوتنه وکړه.
دغه الوتکه د متحده عرب اماراتو له خوا پاکستان ته په واک کې ورکړل شوې ده.
د پاکستان پوځ وايي د دې لپاره چې ملاله په فزيکي او رواني لحاظ اوږدمهالې درملنې ته اړتيا لري.