د بغلان په تاله او برفک ولسوالۍ کې نن د تیلو ۳ ټانکرونه سوځول شوي

د بغلان ولایت په تاله او برفک ولسوالۍ کې نن د تیلو درې ټانکرونه سوځول شوي دي.

د دې ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ یوه کس چې د نامه له ښودلو یي ډډه کړې، ازادۍ راډیو ته وویل، دا نه ده معلومه چې دا ټانکرونه د کومې موسسې یا ارګان دي، خو له سیمي څخه بامیان ولایت ته د تلو پر لار وسوځول شول.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډیو ته ویلي، د ناتو ځواکونو څلور اکمالاتي ټانکرونه یي بامیان ولایت ته د تلو پر لار سوځولې دي.

د تاله او برفک ولسوالۍ چارواکو یوازې د یوه ټانکر سوځيدل تائید کړي دي.