امريکا تاييد کړه چې د القاعده د يمنۍ څانګې يوه دسيسه يې شنډه کړې

سپينې ماڼۍ تاييد کړه چې د دغه هېواد د مرکزي استخباراتو ادارې يا CIA په وروستيو کې د القاعده شبکې د يمنۍ څانګې يوه دسيسه شنډه کړې چې غوښتل يې يوه امريکايي الوتکه منفجره کړي.

امريکايي چارواکي وايي په شنډه شوې توطئيه کې ترلاسه شوى بم هغې بمي وسيلې ته ورته دى، چې د ٢٠٠٩م کال په ډسمبر مياشت کې نايجيريايي عمر فاروق عبدالمطلب په ځان پورې تړلې وه او غوښل يې ډيټرويټ ته روانه يوه مسافر وړونکې الوتکه نسکوره کړي، خو په دې کار بريالى نه شو.

د امريکا د دفاع وزير ليون پنيتا په دې باب پرون په واشنګټن کې خبرې وکړې:

”امريکا د القاعده او د دوى په نورو وسلوالو او ترويستي متحدانو پسې په ځينو عملياتو بوخه ده، دغه ډلې ښايي پر امريکا د بريد هڅه وکړي. دغه پېښه يو ټکى څرګندوى هغه دا ده چې بايد د هغو کسانو په وړاندې هوښيار او بيدار واوسو، چې هڅه کوي زموږ پر هېواد بريد وکړي”

د امريکا د څېړنو فډراله اداره يا FBI وايي دغه وسيله، چې په بهر کې نيول شوې، له دوى سره ده او لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه وسيله هغو بمي وسيلو ته ورته ده، چې مخکې په عرب ټاپووزمه کې د القاعده له خوا د تروريستي بريدونو، پر الوتکو د حملو او د هدفي وژنو لپاره کارول شوې دي.