افغان سوداګر د تیلو لپاره د یوې ځانګړې بیې د ټاکلو په پریکړې انتقاد کوي او وایی، چې د سوداګرۍ وزارت له دې اقدام سره به په بازارونو کې تیل کم او بیه نوره هم جګه شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د پالیسۍ او دولتي اړیکو مدیر توفیق داوري ازادۍ راډیو ته وویل، چې د سوداګرۍ وزارت په دې پریکړه کې له پوره غور څخه کار نه دی اخیستی:
(متاسفانه چې کله دا موضوع د وزیرانو شورا ته لاړله، نو هغوي بیدون له دې چې دقیق غور پرې وکړي او زیانونه یي په ګوته کړي هغه یي تصویب کړه.
زه فکر کوم د سوداګرۍ وزارت چې کوم تصمیم نیولی دا به د دې لامل شي چې د هېواد په مارکیټونو کې تیل کم شي او بیې یې لوړې شي.)
د سوداګرۍ وزارت د تیرې دوشنبې په ورځ د هر لیټر تیل لپاره اووه پنځوس افغانۍ بیه وټاکله او ټولو تیل پلورونکو ته یي خبردارې ورکړ، که له ټاکل شوې بیې پورته تیل وپلوري، نو قانوني چلند به ورسره وشي.
خو داوري وایي، د سوداګرۍ وزارت باید بنسټیزو ستونزو ته پام وکړي چې هغه د تیلو د ترانزیت لپاره په بهر کې اسانتیاوې برابرول او د ټکسونو کمول دي.
خو خپله د سوداګرۍ وزارت بیا د تیلو لپاره ټاکل شوې دا بیه وروستۍ نه بولي او وایی، چې د وخت په تیریدو او شرایطو ته په کتو بدلون هم موندلې شي.
دد غه وزارت ویاند وحیدالله غازي خیل ازادۍ راډیو ته وویل، دغه وزارت به دوه اونۍ ترمنځ له اړوندو اورګانونو سره غونډه کوي او د تیلو بیې به څاري:
(د افغانستان د سوداګرۍ وزیر دا ویلي، چې هر دوه اونۍ ترمنځ به له اړوندو اورګانونو سره غونډه کوي او له دغو بیو څخه به څارنه کوي.
هرڅه چې موږ کوو هغه د سوداګرو په مرسته او همکارۍ کوو، که چیرې په دنیا کې د تیلو بیه لوړیږي نو په افغانستان کې به هم لوړه او که ټیټیږي نو حتما به دلته هم ټیټیږي.)
غازي خیل وویل، د سوداګرۍ وزارت هیڅکله هم نه غواړي چې د تیلو بیې په خپل واک کې وساتي، نوموړی زیاتوي په دې برخه کې هره پریکړه د خصوصي سکتور او سوداګرود معلوماتو له مخې کیږي.
افغانستان ترډیره له ایران، ترکمنستان او روسیې څخه خبل تیل را واردوي او په هېواد کې د تیلو بیه وروسته له هغې لوړه شوه چې څه موده وړاندې ایران افغانستان ته د تیلو د واردولو مخه ونیوله.
په دې وروستیو کې داسې راپورونه هم خپاره شول، چې افغانستان له ایران سره د تیلو یولوی تړون لاسلیک کړي چې له مخې به یي په افغانستان کې د تیلو بیې راټیټیږي خو له دې سره سره بیا هم د تیلو بیې هماغسې لوړې دي.
اسدالله لودین، کابل