د افغانستان د ملي امنیت اداره وایی چې د هرات لپاره یې د طالبانو له خوا د نومول شوي والي مرستیال غلام یحیی له لسو نورو وسله والو سره نیولي دي.
د ملي امنیت د ادارې ویاند لطف الله مشعل نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې نیول شويو کسانو په هرات ولایت کې وروستۍ وسله والې اوځان وژونکې حملې هم پلان کړې وې.
ښاغلي مشعل دغه راز وویل چې په یوه موټر کې څه باندې دوه زره کیلو ګرامه ځای پر ځای شوي چاودېدونکي مواد هم نیول شوي چې وسله والو مخالفانوغوښتل په مهترلام ښار کې یې وچوي.
مشعل زیاته کړه ، دهرات ولایت د سرحدي پولیسو پر څلورمې لېوا د تروریستي حملې مخه ونیول شوه او هغو کسانو چې غوښتل دا حمله ترسره کړي له چاودېدونکو موادو سره ونیول شول.