د نورستان چارواکي وایي، چې د وسله والو مخالفینو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته پای ته رسیدلې.
د ازادۍ راډیو خبریال د نورستان د والي له قوله وایي، چې دغه نښته نن سهار پیل شوې وه، چې وروسته له څو ساعتونو ماسپښین پای ته ورسیدله.
خو چارواکو په جګړه کې د اوښتو مالي او ځاني زیانونو په اړه معلومات نه دي ورکړي.
طالبانو ویلي، چې دوي د پولیسو دوه امنیتي پوستې نیولي، ډیر شمېر پولیس یي وژلي او په دې حمله کې د طالبانو دوه ملګري هم ټپیان دي، خو چارواکي دا ادعا نه مني.