لیبیا کې په تیرو څو ورځنیو مظاهرو کې ۸۳ کسان وژل شوي

په نيويارک کې دېره د بشري حقونو د څار ډله وايي په ليبيا کې د تېرو درېيو ورځو مظاهرو په جريان کې د تاوتريخوالي له کبله د وژل شويو کسانو شمېر ٨٣ ته لوړ شوى دى.

زيات قتلونه په دويم لوى ښار بَن غازي کې شوي، چې تر پرونه په کې د يوه روغتون د راپور له مخې ٣٥ کسان وژل شوي وو.

روانه اوونۍ د ليبيا د ختيځ له څلورو نورو ښارونو څخه هم د مظاهرو او تاوتريخوالي خبرونه ورکړل شوي دي.

مظاهره چيانو ويلي چې خپلو مظاهرو ته به دوام ورکړي. اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د شاهدانو له قوله ليکلي، چې ځانګړو ځواکونو نن د بن غازي ښار د سترې محکمې په وړاندې د سلګونو مظاهره چيانو پر کمپونو حمله وکړه.

په پايتخت طرابلس کې کوم مهم کړکېچ نه ليدل کېږي.

دولتي رسنۍ د معمر قذافي له منتقدينو د غچ اخيستو ګواښ کړى دى.

نوموړى تر څلورو لسيزو د زياتې مودې لپاره د شمالي افريقا په دې هېواد کې په قدرت کې و.