عبدالرحمان رحمن د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال په توګه وټاکل شو

د کورنیو چارو د وزارت په وړاندېز او د افغان ولسمشر د منظورۍ پر بنسټ جنرال عبدالرحمان رحمن د کورنیو چار وزارت د امنیتي مرستیال په توګه ټاکل شوې دې.

د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوی اعلامیی کی راغلی دی چی نوموړي د کورنیو چارو د پخواني امنیتي مرستیال جنرال منیر منګل پر ځای ګمارل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویلي دی چی دا پریکړه یی په کورنیو چارو وزارت کی د چارو د ښه پر مخ وړلو لپاره شوی ده.

له کله راهیسې، چې جنرال بسم الله محمدی د کورنیو چارو د وزیر په توګه ټاکل شوی دی تر اوسه د دې وزارت په زیات شمېر مهمو څوکیو کې بدلون راغلی دی.