د افغانستان د دفاع او روغتيا وزارت يوه مرستندويه ډله د خيبر پښتونخوا په وروستيو سيلابونو کې له زیانمنو شوېو خلکو سره د مرستې لپاره پېښور ته رسېدلې.
په دغه ډله کې چې د يادو وزارتونو ۲۳ تنه ډاکتران او طبي عمله ګډون لري له څلورنيم ټنه دوا او څلورو هلیکوپترو سره د دوشنبې په ورځ ناوخته مهال پېښور ته رسېدلي او ټاکل شوې د ناروغانو د درملنې ترڅنګ به په زيانمنو شوېو سيمو کې د ايسارو خلکو په راويستو کې هم برخه واخلي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سرپرست سفير مجنون ګلاب ځاځي په دې اړه ازادۍ راډیو ته وويل :
(په دې وروستيو کې د افغانستان يو شمېر ولايتونه لکه لوګر، ميدان وردګ، لغمان او نور هم سيلاونو سخت ځپلي خو د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له خپلو پاکستاني ورونو سره د مرستې په موخه دغه ډله پښتونخوا ته استولې ترڅو د هغه ځای خلکو ته د ور پېښو ستونزو په هواري کې ونډه واخلي.)
د هغه په وینا افغان ډاکترانو به د ځايي خلکو ترڅنګ په بېلابېلو کمپونو کې د زيانمنو شوېو افغانانو په درملنه کې هم برخه واخلي، دی وايي د افغان ډاکترانو دغه ډله به تر هغې چې اړتيا ورته ليدل کېږي په خيبر پښتونخوا کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي .
د افغانستان دغه مرستندويه ډله وروسته تر هغې پاکستان ته رسېدلې چې څو ورځې صدراعظم يوسف رضاګيلاني او د خيبر پښتونخوا حکومت په دې برخه کې د نړېوالو مرستو غوښتنه وکړه، تر اوسه امريکا، استراليال، چين، ماليزيا، اندونيزيا او يوشمېراروپايي هېوادونو پاکستان ته خوراکي مواد، خیمې او دارو درمل لېږلي خو افغانستان له امريکا وروسته دوېم هېواد دی چې له سیلاو ځپلو خلکو سره د مرستې او خوندي ځايونو ته د رسولو لپاره یې دغه هېواد ته هلیکوپترونه لېږلي.