ارنولډ: افغانستان کې د برېښنا د تولید پروژې ناکامې دي

يو متقاعده امریکايی جنرال، چې په افغانستان کې د بیا رغونې د کارونو څارنه کوي، وايي چې په افغانستان کې امریکا په سلګونو ملیون ډالره د برېښنا د تولید په پروژو لګولي خونتیجه یې د مایوسۍ وړ ده.

متقاعد جنرال ارنولډ فیلډز د افغانستان د انرژۍ د وزارت پر چارواکو هم انتقاد کړی او ویلي یې دي، چې د خپلو چارو لپاره څرګند انکشافي پلان نه لري.