د نړۍ مشران په پولنډ کې راټول شوي او د دوهم نړیوال جنګ د پيل کیدو ۷۰ مه کلیزه لمانځي.
دا مراسم نن سهار د پولنډ په ګیدانسک بندر کې پيل شول. له نن څخه ۷۰ کاله وړاندې په همدې وخت د جرمني یوې جنګي بیړۍ د پولنډ په یوې پوځي پوستې ډزې پيل کړې وې.
د پولنډ د صدراعظم دانالډ توسک پشمول د دې هېواد یو شمېر مشرانو د هغو کسانو قربانۍ وستایلي چې د نازیانو په مقابل کې یې جګړه کړې وه. د پولنډ صدراعظم وویل:
مونږ دلته راټول شوي یو، چې راپه زړه کړو دا جګړه چا پيل کړې وه، د دې جګړې عاملین څوک وو، چا دا جګړه رهبري کوله او د دې جګړې او یرغل قربانیان څوک وو؟
د جرمني له یرغل څخه دوې اوونۍ وروسته د شوروي سرو لښکرو حمله وکړه او له نازیانو سره د یوه پټ تړون له مخې یې ختیځ پولنډ له خپلې خاورې سره ضمیمه کړ.