د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې چاودېدونکي نیول شوي

د كورنيو چارو وزارت ويلي دي چې تيره ورځ يې د افغانستان په مختلفو سيمو كې چاوديدونكو مواد نيولي دي.

د كورنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولوسره څرګنده كړې چې دا چاوديدونكي مواد له ميدان وردكو، كابل، ارزګان، پكتيكا او زابل له ولايتونو څخه نيولي دي.

په اعلاميه كې ويل شوي چې دا چاوديدونكي مواد په داسې حال كې نيول شوي چې د دولتي تاسيساتو او د پلونو د ورانولول پاره ځاى پرځاى شوي وو.