د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۹

کډوال په ټوله نړۍ کې

ملګري ملتونه وايي، چې په وروستیو دوو کالو کې په هېواد کې دننه بې ځایه کېدل زیاته شوې چې له ناامنیو سربېره اقتصادي فشارونه یې هم ستر لااملونه جوړه وي. د دې سازمان ویاند نادر فرهاد د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل: (په افغانستان د څلورسوه زرو په شاوخوا کې بي ځایه شوي ژوند کوي، چې د بېلابېلو دلایلو له امله د افغانستان دننه یا دهیواد د ننه بي ځایه شويدي. د دغه څلورسوه زره شمیرې ډیری په دې وروستیو کې دي یعني په تیرو دوه کلونو کې یعنې پخواکم وو اوس زیات شوي دي، چې څلور سوه زره تنو ته رسیدلي. ډيری د لایل یې دافغانستان په ځينو سیمو کې ناامني ده او په ځينو مواردو کې په هغو سیمو کې چې دوی دي، د آرامتیا احساس نه کوي همدا دلیل دی چې سترو ښارونو ته راغلي یا په بي ځایه شوي حالت کې ژوند کوي. په دویمه کټورۍ کې په افغانستان کې داسې افغانان شته چې د اقتصادي دلایلو له امله بي ځایه شويدي. یعنې په ټولنو کې یې د اقتصادي مشکلاتو فشارونو اړ کړي چې بي ځایه شي او د افغانستان په نورو سیمو او ولایتونو کې ژوند وکړي.) له بل لوري د کډوالو چارو وزارت ویاند اسلام الدین جرات ازادۍ راډیوته وویل، چې په دوو ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان کې زیات شمېر افغان کډوال اوسېږي چې دوه ډوله ادرسونه لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG