مسعود حسیني لومړنۍ افغان عکاس دی چې کیدای شي د پولیتزر جایزه وګټي .
نوموړی اوس په هالنډ کې دی او سبا به د نوموړې جایزې د ورکړې په مراسمو کې ګډون وکړي.
حسیني نوموړې جایزه د هغې عکس په بدل کې واخیسته چې په کابل کې د عاشورا په مراسمو کې چاودنې شاوخوا اتیا تنه ووژل.
د حسیني عکس بې له کوم دلیله د امریکايي او بریتانوي ورځپاڼو په لومړي مخ کې ځای درلود، چې یوې افغانې نجلې د مړو جسدونو په منځ کې ولاړه ده او له ویرې چیغې وهي.