د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

ملاله-د طالبانو پر وړاندې د مقاومت نوې څېره

پر څوارلس کلنې ملالې یوسفزۍ، چې تیر میلادي کال يې د سولې نړېواله جایزه ګټلې د سې شنبې په ماسپښين د خیبر پښتونخوا په سوات کې هغه مهال د دوو تنو موټر سايکل سپرو له خوا ډزې وشوې، چې له ښوونځي نه د کور پر لور روانه وه. ملالې یوسفزۍ په ۲۰۰۸ میلادي کال کې چې په سوات کې طالبان واکمن و، یوې نړیوالې رسنۍ ته د سیمې د حالاتو په باب راپورونه لیکل. څوارلس کلنه ملاله یوسفزۍ، چې په سوات کې د طالبانو د واکمۍ پر مهال يې یوې نړیوالې رسنۍ ته د ګل مکۍ په مستعار نامه لیکنې کولې او نړیوال به يې د سیمې له حالاتو خبرول لومړنۍ پاکستانۍ پښتنه وه چې په کم عمرۍ کې يې د سولې نړیواله جایزه او بیا د پاکستان د حکومت له لوري د جرئت مډال وګاټه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG