د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۱

نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه


  • نيويارک ټايمز

نيويارک ټايمز ورځپاڼې په دې اړه چې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې له طالبانو سره د مستقیمو خبرو غوښتنه کړې، ليکلي چې دا اقدام په افغانستان کې د امریکا په پالیسي کې لوی تغيیر ښکاروي.

د ورځپاڼې په وينا، طالبانو له ډېره وخته راهيسي له امریکايانو سره د سولې د خبرو غوښتنه کړې خو امریکا مخکې پر دې ټينګار کاوه چې افغان حکومت هم په خبرو کې برخه واخلي.

نيويارک ټایمز په دې باور دی چې له طالبانو سره د خبرو په اړه د امریکا د پالیسي تغيیر دا ثابتوي چې د افغانانو په مشرۍ او مالیکيت د سولې د خبرو غوښتنه بې ځايه وه.

د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د خبرو نېټه نه ده ټاکل شوې او د ورځپاڼې په باور، ښايي دا هڅې بريالۍ نشي خو د امریکا هدف همدا دی چې د سولې د مذاکراتو په وسيله په افغانستان کې وضعیت تغيیر وکړي.

طالبانو له ډېره وخته راهيسي له امریکايانو سره د سولې د خبرو غوښتنه کړې
طالبانو له ډېره وخته راهيسي له امریکايانو سره د سولې د خبرو غوښتنه کړې

یو شمېر افغان سياستوالو نيويارک ټایمز ورځپاڼې ته ويلي: د امریکا او طالبانو تر منځ به د سولې خبرې پراخې وي چې پکښي به افغان حکومت، طالبان، امریکا او پاکستان ګډون کوي.

ورځپاڼې ليکلي: داسي نښې شته چې د ټرمپ ادارې پر پاکستان نظامي بنديزونه ولګول چې دا هيواد يو شمېر اقدامات وکړي خو واشنګټن بيرته په دې هيله پر اسلام اباد فشار کم کړی چې پاکستان د طالبانو مشران مذاکراتو ته اماده کړي.

  • ټليګراف ورځپاڼه

د برتانيا چاپ ټليګراف ورځپاڼې په خپله اخري ګڼه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرو ته کتلي دي. په مقاله کې راغلي چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دوامداره توګه امریکايي استازیو ته امر کړی چې د افغانستان تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی ايښودلو په مقصد دې له طالبانو سره مستقيمې خبرې وکړي. مقالې دا اقدام د جګړې په اړه د امریکا په ډپلوماټيکه ستراتيژي کې یو لوی تغيیر ياد کړی.

خو مقالې ليکلي چې له طالبانو سره د هر ډول خبرو سر بيرته د سپینې ماڼۍ هغه دريځ ته وځي چې وايي د سولې خبرې به د افغان حکومت په مشرتابه او ملکيت وي.

مقاله يادونه کوي چې سپينې ماڼۍ ډپلوماټانو ته ويلي چې له طالب وسله والو سره د لومړيو خبرو په لټه کې شي چې د سولې پراخ بهير ته لاره پرانيستل شوي.

XS
SM
MD
LG