د افغانستان دفاع وزارت وايي هڅه کوي چې هوايي عملیات زیات کړي څو د وسلهوالو مخالفینو په وړاندې برلاسي شي.
د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت وايي هڅهیې روانه کړې چې د روان کال تر مني پورې د افغان هوايي پوځ د وړتیاوو په لوړولو په ستونزمنو سیمو کې برلاسي ترلاسه کړي.
دا خبره دغه مأموریت پرون په یوه اعلامیه کې کړې ده.
په بیان کې راغلي چې په تازګۍ د میوند قول اردو ته درې بلک هاک هلیکوپټرې ورکړل شوي څو په عملیاتو کې د افغان پوځ ملاتړ وکړي او هم نویو پيلوټانو ته د روزنې زمینه برابره شي.
د افغانستان دفاع وزارت هم وايي چې په پېچلې جغرافیه کې د وسلهوالو مخالفینو د ځپلو لپاره هوايي عملیات زیاتوي.
د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش پرون شپه ازادي راډیو ته وویل:
"د امریکا متحده ایالاتو پوځیانو دا الوتکې په ۲۱۵ قول اردو کې هم موږ ته راکړې دي او دا پروسه دوام لري. له ترورېزم سره په مبارزه کې افغان هوايي پوځ په هغو سیمو کې چې د دښمن اهداف، سنګرونه، ډيپوګانې او د مخدره موادو او ماین جوړولو فابریکې دي همدوی واردوي. یقیناً چې افغان هوايي پوځ په ښه تجهیز سره د افغانستان په پېچلې جغرافیه کې خپله دنده په اغېزمنه او ښه توګه مخته وړي."
ښاغلي رادمنش وویل د امریکا لهخوا افغان هوايي پوځ ته د ۱۵۹ بلک هاک هلیکوپټرو مرسته روانه ده او وخت په وخت دا هلیکوپټرې افغان پوځ ته په واک کې ورکول کېږي.
د رادمنش په باور بلک هاک هلیکوپټرې د افغانستان په غرنۍ جغرافیه کې د مخالفینو د ځپلو تر ټولو غوره نتیجه ورکوي.
افغان دفاعي چارواکي او نړیوال ملاتړ یې په داسې حال کې هوايي عملیات د وسلهوالو د ځپلو ښه لار بولي چې په هوايي عملیاتو کې د ملکیانو تلفات سم نیمايي زیات شوي.
یوناما یا د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر پرون په یوه کلني راپور کې لیکلي چې د ۲۰۱۸ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۶۹۲ ملکیان وژل شوي او ۳۴۳۰ نور ژوبل دي چې دا په تېرو نهو کلونو کې د مرګ ژوبلې تر ټولو لوړ شمېر دی.
په هوايي بریدونو کې د ۱۴۹ کسانو په وژل کېدو او ۲۰۴ نورو په ټپي کېدو د تېر کال په نسبت د ملکیانو مرګژوبله ۵۲ فیصده زیاته شوې ده.
خو د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش وايي د ملکیانو د مرګژوبلې د مخنیوي لپاره د ده په خبره له پوره احتیاطه کار اخیستل کېږي.
ښاغلی رادمنش زیاتوي:
" د ملکیانو د تلفاتو مخنیوی د افغانستان د دفاعي ځواک یوه اصلي وجیبه ده او د یوې مقدسې دندې په سترګه ورته ګورو. د تلفاتو د مخنیوي لپاره تر ټولو غوره لار چې موږ وسنجوله دا ده چې موږ باید شپني عملیات په ټاکل شویو هدفونو ترسره کړو او دوهم دا چې په کلیو او بانډو کې د عملیاتو پر مهال له پوره احتیاط کار واخلو."
ښاغلی رادمنش بیا دا هم وايي چې وسلهوال مخالفین او د هغوی بهرني ملاتړي د جنګ په دوام سره د افغانانو د وینې د تویېدو مسئولین دي.
وسلهوالو طالبانو که څه هم د هوايي پوځ د عملیاتو د زیاتېدو په غبرګون څه نهدي ویلي، خو مخکې یې ټينګار کړی چې د افغان پوځیانو او بهرنیو عسکرو په وړاندې به جنګ ته دوام ورکړي.
راپور: صفيالله ستانکزی