د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۴

ناټو:زموږ هیلي کوپټره په کاپیسا کې مخالفینو ویشتي


د ناټو ترمشرۍ لاندې ځواکونو تاييد کړه، چې په کاپيسا ولايت کې د دوي هيلي کوپتره د افغانستان د دولت وسله والو مخالفانو ويشتې او نسکوره کړې وه او يوتن په کې وژل شوی دی.

ناټو ځواکونو نن سهار ويلي وو، چې د کاپيسا ولايت په اله سای ولسوالۍ کې د دوي يوه هيلي کوپتره لوېدلې او دوه تنه عمله يې ژغورل شوې ده.

دې ځواکونو د دې څرخکې د لوېدو د علت يادونه نه وه کړې، خو مازديګر يې ومنله چې دا څرخکه د وسله والو مخالفانو په ډزو لګېدلې او لوېدلې ده.

د ناټو امريکايي پوځيانو وويل، چې د هيلي کوپترې دواړه عمله ژغورل شوې خو يو تن بل عسکر يې د دې څرخکې په تړاو په بله پېښه کې وژل شوي دي.

د ناټو ځواکونو د پېښې په اړه نور جزييات نه دي څرګند کړي.
XS
SM
MD
LG