د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۹

پوهنې وزارت:ګریک مارټینسن هیڅ ښوونځی نه دی جوړ کړای


په امریکا کې له رسوایي وروسته د افغانستان د پوهنې وزارت هم د ګریک مارټینسن دا ادعا رد کړه، چې ګواکې په افغانستان کې یي په لسګونو ښوونځي جوړ کړي.

ګریک مارټینسن، چې د یوې مرستندویه ټولنې مشر ښودلې کیږي، په افغانستان او پاکستان کې د لسګونو ښوونځیو د جوړولو د ناسمې ادعا له کبله د سي، بي، ایس ټلویزیون له خوا د یو متقلب کس په توګه معرفي کړای شو.

د افغانستان د پوهنې وزارت مرستیال محمد اصف ننګ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې په هېواد کې د پوهنې په برخه کې ټول فعالیتونه د دوي تر څارنې لاندې کیږي.

ده زیاته کړه، چې دوي ښاغلي مارټینسن د یوې داسې موسېسې د مشر په توګه نه پیژني، چې د ښوونځیو په جوړولو کې یي برخه اخیستې وي:

(کیدای شي دغه نوموړی کس افغانستان ته راغلي یا نه وي راغلی اما کومه ادعا چې کیږي د ښوونځیو په برخه کې زموږ په راجستریشن کې داسې کوم نوم نشته.)

د امریکا د سي، بي، ایس ټلویزیون د رپورټ له مخې ښاغلي مارټینسن د درې پالۍ چای په نامه د یو کتاب لیکوال هم دې، چې په افغانستان او پاکستان کې د لسګونو ښوونځیو د جوړولو په ادعا سره د هغې څلور میلیونه ټوکه پلوري هم دي.

البته په دې اړه په خپور شوي رپورټ کې په افغانستان او پاکستان کې د یو شمېر ښوونځیو لسټ هم موجود دې، چې د ادعا له مخې د ښاغلي مارټینسن له خوا جوړ شوي.

په داسې حال کې، چې دې مسئلې په امریکا کې دننه یوه لویه غوغا برپا کړې، ځینې افغان کتونکي بیا وایي، که چېرې ښاغلي مارټینسن دا هر څه د امتیاز د ترلاسه کولو لپاره کړي وي، نو باید ورسره قانوني چلند وشي.

په کابل کې د اوټ لوک ورځپاڼې مسؤل مدیر ډاکټر حسین یاسا هم ورته نظر لري او وایي.

(که چېرې داسې کوم مورد تثبیتیږي، نو پریکنده قانوني چلند دې ورسره وشي، فکر کووم، چې هیڅ یو افغان دې د هغه چا په وړاندې د قانوني او جدي چلند مخالف وي، چې په فساد کې ښکیل وي، د خلکو په نامه راغلې پیسې خوري.)

دا کتونکي سپارښتنه کوي، چې په هېواد کې د بیارغونې په نامه د پیسو او مرستو د ضایع کېدو د مخینوي لپاره افغان دولت باید نړېوالو ته یوه معقوله طرحه وړاندې کړي.

د افغانستان د پوهنې وزارت له خوا د ورکړل شوې شمېر له مخې اوس مهال په ټول هېواد کې دیارلس زره ښوونځي موجود دي او ټاکل شوې، چې په روان کال کې نهه سووه نوي ښوونځي جوړ شي.

د امریکا متحده ایالات، ډنمارک، جاپان، جرمني، کوریا او ځینې نړېوالې مرستندویه ټولنې په دې برخه کې د پوهنې له وزارت سره همکاري کوي،خو په ورته وخت کې داسې انتقادونه هم موجود دي، چې افغانستان ته د ښوونځیو د جوړولو په برخه کې د میلیونونو ډالرو له مرستې سره سره اوس هم په دې برخه کې جدي ستونزې پرتې دي.
XS
SM
MD
LG