د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

کابل ښاریان:ولې چارواکي په جشنونو موږ ته ستونزې جوړوي؟


که څه هم په کابل ښار کې د ناامنیو د اندیښنو په ترڅ کې شدېدو امنیتي تدابیرو خلکو ته له سره ستونزې جوړې کړي دي، خو دغه تدابیر او ورسره د خلکو ستونزې په ځانګړې توګه هغه مهال لا زیات شي چې افغان دولت د کوم ملي جشن او یا هم نورو مراسمو د نیولو تکل وکړي.

د ثور د اتمې نېټې چې د مجاهدینو د بري ورځ بلل کیږي د لمانځنې لپاره روانو تدابیرو هم د کابل ښار یو شمېر خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

د تیرو څو ورځو راهیسي د کابل د حضوري چمن په خوا کې پوځي قطعاتو په دې جشن کې د ګډون کولو لپاره تمرینونه پيل کړي او هره ورځ سهار مهالې د دې سیمې شاوخوا سړکونه یو مخ د موټرو په وړاندې تړلي پاتې وي.

له همدې امله د پنجشنبې په ورځ هم د لارې د بندېدو له امله زیاتره خلک اړ شوي و، چې له موټره کوز شي او تر خپل منزله پلي ولاړ.



یو شمېرخلک د دې ستونزو له امله ان د دې غوښتونکي دي، چې دولت دې په دې توګه د ملي ورځو له لمانځنې تیر شي.

دوي همدا راز وايي، چې که جشن او یا څه نور مراسم نیول کیږي باید داسې وي چې د خلکو د سر درد جوړ نه شي.

د خلکو دغه ستونزې مو د دفاع د وزارت له چارواکو سره شریکې کړې، خو هغوي یې په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

څو ورځې مخکې د دفاع وزارت ویاند ظاهرعظیمي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي و، چې سږ کال به د ثور د اتمې نېټې د ورځې جشن په پراخو مراسمو سره ولمانځل شي:

(سږ کال د اتم د ثور جشن لمانځو، د تیرو کلونو په شان د ثور په اتمه یې په سره لمانځو، تر اوسه یې د ځای په اړه موافقې ته نه یو رسیدلي، د دوو دریو ځایونو په اړه وړاندیز شوی دی، یو غازي سټیډویم دی، د عیدګاه جومات مخه ده، بل وړاندیز دا دی چې د پوځي قطعاتو په کوم ځای کې دي وي، تر څو په ښار کې دننه په ترافیکو فشار رانه شي، کله چې ځای تعین شو تاسو ته به اعلان شي، اوس مو تمرینات ورته دوام لري.)

وروسته له هغې چې وسلوالو مخالفینو په ۲۰۰۸ کال په کابل کې د مجاهدینو د بري په جشن راکټي حمله وکړه، افغان حکومت په تیرو څو کلونو کې دغه ورځ په محدودو مراسمو سره لمانځله.

ولسمشر حامد کرزي او د کابینې غړي یې له دغه بریده روغ ووتل، خو د ولسي جرګې د یوه غړي فضل الرحمن څمکني په ګډون په کې څو تنه ووژل شول او څور نور ټپیان شول.
XS
SM
MD
LG