د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

په جلال اباد کې بمي چاودنې ۳ تنه ووژل


 په ننګرهار کې بمي چاودنې نهه تنو ته مرګ ژوبله واړوله
په ننګرهار کې بمي چاودنې نهه تنو ته مرګ ژوبله واړوله
په جلال اباد ښار کې نن سهار د پوليسو د اکاډمۍ د ښوونکو پر موټر چاودنه کې درې تنه وژل شوي او شپږتنه نور ټپيان شوي دي .

د ننګرهار ولايت د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي ازادۍ راډيو ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا اووه بجې د پوليسو د دويم ماموريت په اړوند سيمه کې د چپرهار زړې هډې ته څيرمه د يوليسو د اکاډمۍ د استادانو پر يوه ټونس موټر کې د ځاى په ځاى شوي ماين چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.

نوموړى زياتوي په دغه پېښه کې درې پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي، خو د ننګرهار د عامې روغيتا ريس ډاکټر بازمحمد شېرزاد وويل، روغتون ته ټول نهه تنه ور وړل شوي چې درې تنه مړه او شپږتنه ټپيان دي، چې د ده په وينا روغتيايي حالت يې ډېر بد نه دی.

نوموړي زياته کړه، په ياده پېښه کې درې تنه ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي، خو په خبره يې دا مهال يې يو ټپي کور ته ليږلى او دوه نور يې بستر دي.

د پېښې په ځای کې يوه عيني شاهد شمه دار وويل، کله چې موټر د پوليسو د دويم ماموريت کوڅې ته ورسېد، نو ناڅاپه ورباندې درنه چاودنه وشوه، چې يو په کې دده زوی دی.

بل پلو طالب وياند ذبيح الله مجاهد په يوه خپاره کړي پيغام کې د پېښې مسووليت پر غاړه اخيستی او ادعا کوي، چې په دې چاودنه کې يې شپږ تنه پوليس وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي .

وفا/ننګرهار
XS
SM
MD
LG